امریکا اوکراین ته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو نوې کڅوړه ورکوي. د امریکا دفاع وزارت پنټاګون پرون وویل، په دې کڅوړه کې د روسیې پرضد په دفاعي عملیاتو کې له اوکرایني ځواکونو سره د مرستې لپاره د براډلي جنګي ګاډو او د ستریِکر زغرګاډو په ګډون پوځي وسایط او نور تجهیزات شامل دي. په دې اړه د پنټاګون په بیان کې راغلي، چې د دې پوځي مرستې هدف د روسیې د اشغال پر ضد په مبارزه کې د اوکراین ملاتړ دی. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي پر ټویټر د امریکا مرسته ستایلې او لیکلي یې دي، چې دا به د اوکراین ځواک نور هم زیات کړي.
































