د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولتنبرګ وايي، چې ترکیه به بله اوونۍ په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه خبرې وکړي. نوموړي په یوه خبري کنفرانس وویل، چې اوس یې وخت دی چې د ناټو د بشپړ غړي په توګه سویډن ته هرکلی ووایو. تېرکال، په اوکراین باندې د روسیې تر برید وروسته، سویډن او فنلنډ خپل پوځي ناپیلیتوب ختم کړ او په ناټو کې یې د غړیتوب رسمي غوښتنه وکړه.
































