رویټرز خبري اژانس ویلي، چې پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق له یو کال لانجمنو خبرو اترو وروسته د درې ملیارد ډالرو د پور د تر لاسه کولو په اړه هوکړې ته سره رسېدلي دي. د راپور له مخې، د پاکستان او پیسو نړۍوال صندوق تر منځ دغه هوکړه به د دې صندوق د اجرایي شورا په راتلونکې غونډه کې تصویب او عملي شي. دا موافقه د نړیوال پور ورکوونکي بورډ لخوا تصویب ته اړتیا لري
































