په ایران کې به ښځې وشي کړی چې په راتلونکې کې په لوبغالي یا ستيډیوم کې د فوټبال ننداره وکړي. ښځې په دغه هیواد کې تر اوسه د ځینو استثناو پرته، اجازه نه لري چې په لوبغالي کې د فوټبال ننداره وکړي. د ایران د فوټبال اتحاديې پرون وويل چې په راتلونکې کې به په دغه هېواد کې ښځو ته اجازه ورکړل شي چې په لوبغالي کې د فوټبال د لوبو ننداره وکړي. د آلمان خبري آژانس په حواله، دا چې د ايران ښځې به له کله او د کومو شرايطو مطابق دغه اجازه ترلاسه کړي، په سملاسي توګه روښانه نه ده.
































