پاکستاني چارواکي وايي په ژوب سیمه کې د وسله والو په یوه برید کې څلور تنه پولیس وژل شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلي چې برید تېره شپه شوی دی. تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. دا برید داسې مهال شوی چې تر دې یوه ورځ مخکې ناپېژانده وسله والو د بلوچیستان ایالت په مرکز کويټې ښار کې د پولیسو یو مرکز ته يو لاسي بم وغورځاوه چې له امله یې یو پولیس ټپي شوی دی.
































