د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۴مې نېټې له غرمې وروسته له بېجينګ څخه په انلاين ډول د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۳مه غونډه کې ګډون او مهمه وينا يې وکړه.
شي جين پينګ په اشارې سره ويلي، چې متنوع تمدنونه او هوسا پرمختګ د سيمې د هېوادونو د خلکو ګډې هيلې دې. موږ هرکلی کوو، چې بېلا بېلې خواوې په ګډه د نړيوالو تمدنونو وړانديز عملي کړي، د مختلفو تمدنونو د شموليت هڅونه دې وکړي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو دوستي دې ټينګ کړي.
































