امریکا کې د ساري ناروغیو د ملي انسټیټیوټ مشر وایي، امریکا له کرونا وبا سره د مبارزې په یوه سخت پړاو کې ده چې اوس د دې ناروغۍ د تلفاتو ورځینۍ شمېره تر زرو اوړي. د یاد انسټیټیوټ مشر انتوني فوچي ویلي، تلفات وروسته تر دې زیات شوي دي چې په ډېرو ایالتونو کې بازارونه بېرته پرانیستل شول او په کورونو کې د پاتې کېدو بندیزونه سست شول. فوچي ویلي، چې امریکایان اوس له ډېر سخت حالت سره چې له ګواښه ډک دی، مخامخ دي. د امریکا له پنځوسو ایالتونو څخه په څلوېښتو کې د کرونا مثبتې پېښې په زیاتېدو دي. د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د تېرې ورځې تر پایه په متحده ایالتونو کې د کرونا وبا څه باندې پنځه شپېته زره نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
































