د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۴مه نېټه د نانجينګ د حسابونو د تصفيې پوهنتون د دغه مسلک د ماستري درجې نړيوالو محصلينو ته ځوابي پيغام واستوه او د دوی هڅونه يې وکړه چې د هېوادونو تر منځ د دوستۍ او همکارۍ لپاره رغنده خدمتونه وکړي.
شي جين پينګ په پيغام کې ليکلي، چې تاسو په چين کې د زده کړې په موده کې د پوهې او له ځينو ځايونو څخه د واقعي تجربو له لارې مسلکي پوهه ترلاسه کړې او په چين کې د حسابونو د تصفيې د ميکانيزم، د چين د ځانګړي سوسياليزم او د چين د کمونېست ګوند په هکله مو لا زيات معلومات تر لاسه کړي. زه په دې اړه ډېر خوشاله شوم.
شي جين پينګ په اشارې سره ليکلي، چې چين تل د هېواد د ادارې په ترڅ کې د حسابونو د تصفيې مهم رول ته په درنه سترګه ګوري او د چين د ځانګړي سوسياليزم له مخې د حسابونو د تصفيې ميکانيزم یې جوړ کړی دی. هیله ده چې تاسې له چیني ټولګیوالو سره تبادلې پياوړې کړئ، د حسابونو د تصفيې له لارې چين وپېژنی او د هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ په چارو کې خدمت وکړئ.































