د ننګرهار د کوز کونړ په ګمبيري دښته کې د نږدې اتيا ميليونه افغانيو په مالي لګښت په شاوخوا درې نيم زره جريبه ځمکه کې د هوايي ميدان د لومړۍ برخې چارې پيل شوې. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، چې په دې پروژه کې د ميدان احاطه، فنس او امنيتي برجونو جوړول شامل دي، چې د حکومت بودجې څخه به يې چارې د ګلوبل اپرېشن شرکت له لوري د ۸ مياشتو په موده کې بشپړې شي. نوموړی وايي د يادې پروژې له بشپړېدو وروسته به د ميدان رنوې او د ترمینل تعمیر چارې پيل شي.
































