د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په شپږمه د چين او برېټانیې ترمنځ د سوداګرۍ ”د يخ ماتي ماموریت“ د ۷۰ مې کليزې په وياړ فعالیت ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پینګ پدې پيغام کې وويل، په اوسنۍ نړۍ کې ډول ډول ننګونې يو په بل پسې رامنځته شوي او د اقتصادي نړيوالتوب بهير له ستونزو سره مخامخ دی. هيله من يم چې د چين او برېټانیې د بېلابېلو ټولنو پوهانو په لرليد پرانيستي همکارۍ ته دوام ورکړي او په زړه وړتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو او ګډو ګټو لپاره کار وکړي، د نړيوال اقتصاد پرانيستې بڼه جوړه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه همکاريو لپاره زيات خدمتونه وکړي.
۷۰ کاله مخکې د ښاغلي جيک پيري په ګډون برېټانوي سوداګريز پوهانو د ډول ډول خنډونو او ستونزو په لرې کولو د چين او برېټانیې ترمنځ سوداګريز دهليز جوړ کړی دی او چين ته يې لومړی سفر د يخ ماتي ماموریت په توګه بلل شوی دی.
اوس د چين او برېټانیې ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت له تريليونونو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی.































