د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر رابرټ چټېرټون ډېکسن او مل پلاوي سره کتلي دي. په دې کتنه کې د برېتانیا شارژدافیر د افغانستان او بریتانیې ترمنځ د اړیکو رغولو پر اړتیا او دې برخې ته د بریتانیا پر لېوالتیا خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، دوی د افغانانو د هوساینې په موخه له سرپرست حکومت سره ګډ کار کوي. رابرټ چټېرټون ډېکسن د سرپرست حکومت او بریتانیا په ذیعلاقه موضوعاتو د بحثونو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، بریتانیا یو بسیا افغانستان د نړۍ په ګټه بولي او له همدې امله له سرپرست حکومت سره د مثبت تعامل غوښتونکي دي. نوموړي د سرپرست حکومت چارواکو ډاډ ورکړی، چې د شته ستونزو د حل لپاره به ورسره ګډې هڅې وکړي.
































