د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي اوکراین د ناټو د غړیتوب مستحق دی خو تر څنګ یې د کیف څخه دا هم غوښتي چې د مسکو سره د سولې خبرې وکړي. اردوغان دا څرګندونې پرون د اوکراین له ولسمشر ویلادیمر زلینسکي سره د لیدنې پرمهال کړې دي. سره له دې چې اردوغان د روسیې او اوکراین تر منځ خپل ځان بې پرې منځګړی بولی خو له یوې خوا یې د یرغل څخه وروسته د روسیې سره سوداګریزې اړیکې پراخه کړي او له بلې خوا یې اوکراین ته بې پیلوټه یا ډرون الوتکې ورکړي چې د جګړې په لومړیو اونیو کې یې د دې هیواد سره مرسته وکړه چې پرې نږدې روسي ځواکونه کیف ونیسي.
































