د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د قشقري تاسیساتو د نفتو له څاه ګانو څخه د نفتو د استخراج د لومړنیو چارو پرانیسته کړې ده. د یادو تاسیساتو د پرانیستلو پرمهال نوموړي ویلي، چې د سرپل قشقري نفت د هېواد د اقتصاد مهمه سرچینه ده او له دې سرچینې څخه به د هېواد په آبادۍ کې کار واخیستل شي. شهاب الدین دلاور زیاته کړه، چې په دې پروژه کې به د تخنيکي او غير تخنيکي کارکوونکو استخدام او د دغه کان له عوايدو څخه بيارغونې ته به د سرپل ولايت ته لومړيتوب ورکړل شي.
































