له افغانستان د ستنېدلو امریکایي ځواکونو ترمنځ د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې چې دې مسئلې د امریکایي چارواکو اندېښنې پارولې دي. فاکس نیوز په یوه راپور کې وایي چې له افغانستان ستانه شوي یوه امریکايي پيلوټ تازه ځانوژنه کړې ده. هغه د خپلې مېرمنې په مخ کې پر ځان ډزې کړې دي او سا یې ورکړې ده. ماسټر انډرېو تازه له افغانستان ستون شوی و او د خپلې خوښې دنده یې په پنټاګون کې اخیستې وه. ده په افغانستان کې په ګڼو هوايي عملیاتو کې برخه لرله او له دې امله امریکایي حکومت د مډالونو په ورکړه ستایلی و. د نوموړي د کورنۍ غړو ویلي چې هغه هېڅ ستونزه نه لرله خو د سختو جګړو له امله له ذهني کشمکش سره مخ و. بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دغه ډول پېښې باید په جدي توګه وڅارل شي او پنټاګون دې د بېرته راغلو سرتېرو ذهني او روحي ساتنه وکړي. دده په وینا دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده او هغه کسان باید په ځانوژنه لاس پورې نه کړي چې امریکا ساتي او قرباني ورکوي.
































