لبنان کې د حزب الله ډلې مرستیال نعیم قاسم ویلي چې د دوی تر څنګ داسې سیاسي احزاب هم شته دي چې د امریکا او اسراییل د هر ډول کار مخه نیولی شي. نوموړي د اسراییل له لوري په سیمه کې وروستیو تحرکاتو ځانګړې توګه د فلسطیني خاورې الحاق ته په اشارې ویلي چې دا چاره د سیمه ییز امنیت او ثبات ګډوډولو لپاره د امریکا او اسراییل ګډه طرحه ده چې په هیڅ صورت به یې اجرا کېدو ته اجازه ورنکړي. نوموړي اسراییل ته په خطاب کې ویلي چې امریکا یې تېر باسي او په خبره یې که چېرته دا هېواد له خپلې پرېکړې په شا نه شي نو سخت به پښېمانه شي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د یادې ډلې هدف یا مرګ دی او یا هم بریا او که چېرته اسراییل د ځان خیر غواړي نو ځان دې نه ورباندې ملامتوي.
































