د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فدرالي قاضي څخه د ۳۷ رسمي تورونو په قضیې کې د محاکمې ځنډیدل غوښتي. ټرمپ تېره میاشت د منصفه هیت لخوا رسماً په دې تورن شو چې د جمهوري ریاست د پای ته رسیدو څخه وروسته په غیر قانوي توګه محرم اسناد د ځان سره شخصي استوګنځای ته وړي و او بیا یې د خپل یو سلاکار سره دا دسیسه هم جوړه کړې وه چې حکومتي څارنوالان پرېنښودل شي دا اسناد تر لاسه کړي. په لومړي سر کې ټاکل شوې وه چې دا محاکمه د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې پیل شي خو څارنوالانو د قاضي څخه وغوښتل چې د ډسمبر تر میاشتې پورې دې وځنډول شوي تر څو دواړو خواوو ته د چمتوالي لپاره کافي وخت ورکړل شي.
































