په امريکا کې د چين سفير شيې فنګ د جولای په ۱۲مې نېټې د امريکا د دفاع مرستيال وزير لاټنير په بلنه له نوموړي سره لېدنه کړې او ترې غوښتي يې دي، چې واشنګټن دې د خنډونو د لېري کولو او مناسب مدار ته د دواړو هېوادونو او پوځونو ترمنځ د اړيکو د رسولو لپاره هڅې وکړي.
شيې فنګ د چين او امريکا ترمنځ جوړې او ثابتې اړيکې د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې بللي او د شي جين پينګ له خوا وړاندې شوي درې اصول(متقابل درناوی، په سوله کې ګډ ژوند او ګډې ګټې او همکارۍ) يې په نوې زمانې کې د چين او امريکا ترمنځ د مناسب چلند اصلي لار ياده کړې ده.
شيې فنګ د دواړو هېوادونو او پوځونو ترمنځ د اړيکو په اړه هم خپل دريځ بيان کړی او له امريکا څخه يې غوښتي، چې د خنډونو د لېري کولو او د توپيرونو د کنټرولو لپاره ګامونه پورته کړي او د تايوان په شمول د حساسو مسئلو پر وړاندې د چين او امريکا د درېيو ګډو اعلاميو له مخې محتاطانه رويه غوره کړي او له چين سره مناسب مدار ته د دواړو هېوادونو او پوځونو ترمنځ د اړيکو د رسولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
دواړو خواوو د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه هم د نظريو تبادلې کړې دي.































