د روان کال د جولای ۱۵ مه د چين د موټرو صنعت، همدرانګه د دغه هېواد د موټرو د لومړۍ تصدۍ يا FAW ګروپ د جوړېدو ۷۰ مه کليزه ده. دغې تصدۍ په همدې ورځ د چين د جي لين ولایت په چانګ چون ښار کې لمانځغونډه وکړه.
د چين FAW ګروپ د ۱۹۵۳م کال د جولای په ۱۵ مه جوړ شوی دی. د چين لومړی موټر هم دې تصدۍ جوړ کړی دی. له ۷۰ کلن پرمختګ وروسته اوس دغه تصدي ډېره لويه شوې او هر کال تر ۳ ميليونو زیات موټر توليدوي او پلوري، چې د چین د موټرو صنعت چارو پرمختګ د دې تصدۍ د اهمیت او پرمختګ بهیر د چټکېدو ښه ثبوت دی.
دې تصدۍ له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې ۵۵ ميليونه موټر توليد او پلورلي ، عايدات يې له ۱۱۲۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتي او په نړۍ کې د ۵۰۰ ډېرو غښتلو تصديو په ليکه کې راغلې ده.
هونګ چي(Hongqi) د FAW ګروپ نمونوي برنډ دی. په تېرو پنځو کلونو کې د دغه برنډ د موټرو پلور ۶۵ چنده زیات شوی او د برنډ ارزښت يې له ۱۶ ميليارډو ډالرو څخه اوښتی دی.










