د پاکستان د دیني عالمانو ټولنې مشر د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې د هندو لږکیو لپاره د مندر جوړېدو ملاتړ کړی دی او غوښتنه یې کړې چې حکومت باید ټولو لږکیو ته مساوي حقونه ورکړي. د پاکستان د دیني عالمانو مشر طاهر اشرفي وایي، د مندر د جوړښت په اړه اختلافونه د اندېښنې وړ دي او په خبره یې، اسلام کې مذهبي تاوتریخوالی جواز نلري او دوی به په خپل هېواد کې مذهبي تاوتریخوالي ته اجازه ورنکړي. د نوموړي دا خبرې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شوې دي. پښتونخوا کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو که څه هم د نوموړي د دې څرګندونو هرکلی کړی دی خو نیوکه یې کړې چې نوموړی باید د پښتنو پر عام وژنه هم غبرګون وښیي او د پښتنو پر خاوره روانه ترهګري وغندي. دوی وایي چې پاکستان کې دیني عالمان د استخباراتي ادارو په اشاره کار کوي او د هغوی هر روا او ناروا عمل ته دیني توجیهات لټوي.
































