د چين د دولت رئیس شي جين پینګ د جولای د ۱۷ مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د فليپين له پخواني ولسمشر رودريګو دوتيرتي سره وکتل.
شي جين پينګ رودريګو دوتيرتي ته وويل، تاسو د فليپين د ولسمشرۍ په ماموريت کې خلکو او تاریخ ته په مسئلانه روحیه له چين سره د اړيکو د ښه کولو پرېکړه وکړه چې پدې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې بېرته سم مدار ته ګرځېدلې او سالم پرمختګ يې موندلی دی. چين او فليپين د اسيا پرمختيايي هېوادونه دي او پرمختګ يې د دوستانه ګاونډيتوب له فضا څخه همدارنګه د ګډو ګټورو همکاريو پر اساس د اسيا له لويې کورنۍ څخه ريښې اخیستې دي. چين تل له ګاونډيو سره ښې اړيکې ساتي او له فليپين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې له فليپين سره يوځای خپلمنځي اړيکو ته ثابت او دوامدار پرمختګ ورکړي. هيله ده چې تاسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه همکاريو لپاره مهم رول لوبولو ته دوام ورکړئ.
رودريګو دوتيرتي په خپلو خبرو کې له فليپين سره د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، په تېره بيا د کرونا وبا د وقايې په برخه کې د مرستو په پار له چين څخه مننه وکړه او ويې ويل، له چين سره دوستانه اړيکو ته وده ورکول د زياترو فليپينانو هيله ده، زه به د دواړو هېوادونو د دوستۍ لپاره خپل رول ته دوام ورکړم.
































