د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په شلمې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د دياو يوو تای په دولتي هوټل کې د امريکا د بهرنيو چارو له پخواني وزير کسنګير سره کتلي دي.
شي جین پینګ په دغې کتنې کې په اشارې ويلي، چې ډاکتر کسنګير له چين څخه له سلو ځلو ډېرې لېدنې کړي او تازه یې خپله سلمه کاليزه نمانځلې ده او چين ته د نوموړي دغه سفر یې ډېر مهم بللی دی. نوموړي ویلي، چې چین او امریکا ۵۲ کاله دمخه په کليدي پړاو کې وو او د چین د وخت دولت رئیس ماو ځه دونګ او صدراعظم جو اېن لای د امریکا له پخواني ولسمشر نيکسون او بهرنيو چارو وزير کسنګیر سره د دواړو هېوادونو د همکاريو په هکله سم انتخاب وکړ او د دوه اړخيزو اړيکو د عادي کېدو پروسه يې ورسره پيل کړه او دواړو هېوادونو ترې ښې ګټې پورته کړې او نړۍ هم ورسره بدله شوه. نوموړي زیاته کړې، چينايان دوستۍ ته ډېر ارزښت ورکوي او خپل دوستان نه هیروي او دا به هم هېر نه کړي، چې ښاغلي کسنګیر د چين او امريکا د اړيکو د پرمختګ او د خلکو د دوستۍ د لاټينګېدو لپاره تاريخي خدمتونه کړي دي.
کسنګير ويلي، ویاړي، چې له چين څخه بیا لېدنه کوي او د چین دولت رئيس شي جين پينګ څخه یې ځانګړې مننه کړې، چې د ملي هوټل په پنځمې ودانۍ کې یې ورسره لېدنه وکړه او په وينا یې، هغه په لومړي ځل په همدې ځای کې د چين له مشرانو سره کتلي وو.
نوموړي د چين او امريکا اړيکې د نړيوالې سولې د ساتلو او د انسانانو له پرمختګ سره تړلې بللې دي.































