روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس یوازې ۸۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې د کرونا وبا له امله ۱۶ کسان مړه شوي هم دي چې ورسره له یادې ناورغۍ د مړه شویو کسانو شمېر یو زر ۱۰ ته رسېدلی دی. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۴ زره او ۴۵۱ ته او د رغېدلو هغه بیا ۲۱ زره او ۲۱۶ ته پورته شوی دی.
































