د پاکستان د خیبر پښتونخوا په قباییلي سیمه باړه کې د پولیسو په مرکز ځانمرګی برید شوی، چې له کبله یې د پولیسو په ګډون څلور تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د باړې د پولیسو مشر اکبر خان اپریدي رسنیو ته ویلي، چې برید نن سهار د دوو کسانو له خوا وشو چې لومړی په ډزو سره پيل او وروسته دواړو په بېلابېلو وختونو کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچوول. د برید هدف په یوه ودانۍ کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه وه چې د چارواکو په وینا ټپیانو کې دوه ملکیان او نور پاته پولیس دي.
































