اسوشیتید پریس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني له خپل هېواد څخه قران کریم ته د سپکاوي په غبرګون کې د سوېډن سفیر شړلی. نوموړي دغه اعلان وروسته تر هغه وکړ، چې دوو کسانو په سوېډن کې د بغداد سفارت ته نژدې د اسلام ضد اعتراض وکړ او یوه تن یې قرانکریم تر پښو لاندې کړ. تر دې وړاندې د لوی اختر په ورځ هم همدې سلوان مومیکا قرانکریم ته ورته سپکاوی کړی و او ځینو پاڼو ته یې اور ورته کړی و. په بغداد کې تیره ورځ پاریدلي مظاهره چیان د سوېډن پر سفارت ورغلل او له برید وروسته یې د سفارت ودانۍ ته اور واچوه.
































