د چين سوداګرۍ وزارت د جولای په ۲۰مې نېټې خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه تر جون پورې په بهر کې د چین پانګونې پرله پسې زياتې شوي او د غير پولي مستقيمو پانګونو اندازه يې ۴۳۱،۶۱ مليارډو يوانو ته رسيدلې ده، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۲،۷ سلنه زياتوالی لري.
شمېرې ښيي، چې د روان کال په شپږو مياشتو کې، د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو کې د چيني تصديو د غير پولي مستقيمو پانګونو اندازه ۸۰،۱۷ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۳،۳ سلنه زياتوالی ښيي او په همدې موده کې د چین د بهرنیو قراردادي پروژو عمومي ارزښت بیا ۴۹۰،۱ ميليارډه يوانه ښودل شوی، چې دا د تېر کال د همدې په پرتله ۷ سلنه زياتوالی ښيي.































