د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس او د مرکزي مالي کمېټې منشي شي جين پينګ د جولای په شلمې نېټې د يادې مالي کمېټې د دويمې غونډې مشري کړې او د شديارو او شاړو ځمکو د ساتنې پياوړتيا او د مالګينو او ښوره ناکو ځمکو د هراړخيزو اصلاحاتو او کارولو په شمول د ځينو مسئلو په اړه يې خبرې او لارښوونې کړې دي.
نوموړي يادې غونډې ته په وينا کې د خوراکي توکو امنيت د هېواد بنسټ او شوديارې ځمکې يې د غلودانو د توليد اصلي ځای بللی دی او په وينا یې، دولت بايد د شوديارو او شاړو ځمکو ساتنه پياوړې او کيفيت يې باید لوړ کړي او د کرنيزو چارو د توليد فضا باید پراخه او د توليد هراړخيز توان يې باید پياوړی کړي.
































