د رسنیز نوښت دوهم نړيوال فورم موضوعاتي فعالیتونه” د شانګهای شپه ” او ” د شانګهای د کلتور او سيلانۍ تجربې” په دې وروستیو کې په بريالۍ توګه په شانګهای کې تر سره شوې. د اړوندو هېوادونو ديپلوماتيکو استازيو، د نړيوالو سازمانونو مسؤلینو، د نړيوالو اقتصادي او پولي ټولنې شخصیتونو، د نړيوالو عمده رسنيو او مشهورو مالي رسنيو مسؤلینو، د بهرنيو سازمانونو او د چین مشهورو تصديو مسؤلینو او نورو چيني او بهرنيو مېلمنو په دغو فعالیتونو کې ګډون وکړ.

” د شانګهای شپه” فعالیت په چین کې د بهرنیو هېوادونو دیپلوماتانو او د چیني او بهرنیو تصدیو د خاوندانو ترمنځ د ژورې تبادلې لپاره یو ډګر هم جوړ کړ. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مېلمنو د کلتور، ګرځندوی، پانګونې او سوداګرۍ په اړه خبرې اترې وکړې.
په يادو فعالیتونو کې ګډون کوونکو مېلمنو باور درلود، چې شانګهای ته د دغه سفر له لارې يې د چين د کلتور ځانګړتياوې په ژوره توګه احساس کړې او د شانګهای د عصري نړيوال ښار ښکلا یې هم تجربه کړې ده. ټولو مېلمنو وويل، چې رسنۍ بايد له يو بل سره تجربې شريکې کړي او له يو بل څخه زده کړي وکړي.

د یادولو ده، چې د رسنیز نوښت دوهم نړيوال فورم د چين په اړه د هر اړخيز ډول درک او نړۍ ته د همکارۍ ځواک د څرګندولو لپاره يو ډګر برابر کړ.































