د اروپايي ټولنې د بشري پروګرامونو مسوول لویجي پندولفي وايي، په ټول افغانستان کې خلک بشري مرستو ته ډیره اړتیا لري او په کار ده هغه کورنۍ چې په لرې پرتو سیمو کې له طبعي پیښو زیانمنې شوې دي مرستې ورسره وشي. نوموړی وايي دغه پیسې به د خوړو د نړیوال سازمان له لوري مصرف شي. په ورته وخت کې د خوړو نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې له مرستو مننه کړې او ویلي دي چې لا هم په افغانستان کې فقر د خلکو ژوند ګواښي او دا مرستې به هغه کورنیو ته ورسیږي چې له کرونا ویروس او جګړو زیانمنې شوې دي.