د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ مېرمنې پنګ لي يوان د جولای د ۲۷مې نېټې په ماسپښين د سه چوان ولايت په مرکز چنګ دو ښار کې د اندونيزيا د ولسمشر له مېرمنې ايريانا جوکو ويبوبو سره کتلي دي.
اغلې ايريانا جوکو ويبوو له جوکو ويدودو سره د محصلينو د ۳۱مې دورې د نړيوالو دوبنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره چين ته تللې ده.
پنګ لي يوان په جين نيو هوټل کې د ايريانا تود هرکلی او ميلمه پالنه کړې او يو ځای یې د چنګ دو د غير مادي کولتوري ميراث او د چای کلتوري ننداره کتلې ده.
پنګ لي يوان ويلي، چې چين او اندونيزيا په کلتوري برخه کې نژدېوالی لري او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ يې تبادلې ټينګې بللي او د خپلمنځي دوستۍ د لا پياوړتيا هيله يې ښودلې ده.
ايريانا د پنګ لي يوان له تودې ميلمه پالنې مننه کړې او د غير مادي کلتوري ميراث د ساتنې او پرمختګ په برخې کې يې د چين د کړنو ستاينه کړې ده.


































