د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون منشي شي جين پينګ په دې وروستيو کې له سه چوان ولايت څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې سه چوان ولايت بايد په هېواد کې د خپل ستراتيژيک مقام او دندې له لحاظه د ځايي مشخص وضعيت له مخې د پرمختګ نقشه او د کوښښونو لوری روښانه کړي، خپلې وړتياوې دې لا پياوړې کړي او نيمګړتياوې دې لرې کړي، د لوړې ټېکنالوژۍ د نوښت، د عصري صنعتي سيستم د ابادۍ، د کليوالو سيمو د سمسورتيا او د ايکولوژۍ او چاپيريال د ادارې په برخو کې دې نور د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي، د چيني شکله عصري کېدو په لار کې دې د دغه ولايت د پرمختګ نوې پاڼه واړوي.

شي جين پينګ د جولای له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې د سه چوان ولايت له ګوانګ يوان او ده يانګ ښارونو څخه ليدنه وکړه. نوموړي د جولای د ۲۵مې نېټې په ماسپښين د ګوانګ يوان ښار جيان ګه ولسوالۍ ته ولاړ، چې په دغه ولسوالۍ کې د لرغونيو ونو مصنوعي ځنګل ساتل شوی او دلته يې د دغو لرغونيو ونو د خونديتوب معلومات تر لاسه کړل.

شي جين پينګ د جولای د ۲۶مې نېټې په ماسپښين په ده يانګ ښار کې د سان شينګ دوی لرغوني تمدن له موزيم څخه ليدنه وکړه او د دغه لرغوني تمدن د تاريخې کنډوالې د ارکيولوژيک بهير او ساتنې معلومات تر لاسه کړل.

شي جين پينګ د جولای د ۲۷مې نېټې په سهار د چين د کمونېست ګوند د سه چوان ولايت کمېټې او د دغه ولايت د حکومت کاري راپورونه واورېدل او هيله يې وښودله، چې دغه ولايت د ټېکنالوژۍ د نوښت او د تخنيکي لاسته راوړنو د استعمال، د عصري صنعتي سيستم د ابادۍ، د کليوالو سيمو او چارو د سمسورتيا او د يانګ ځه سيند او ژېړ سيند د پاسنۍ برخې د ايکولوژۍ د ساتنې په برخو کې اقدامات ونيسي.

شي جين پينګ د جولای په ۲۹مه نېټه له سه چوان ولايت څخه بېرته بېجينګ ته د تللو په لاره کې د شاان شي ولايت له هان جونګ ښار څخه ليدنه وکړه. نوموړي د هان جونګ ښار له موزيم او د تيان هان په نوم د لنډې ځمکې له پارک څخه ليدنه وکړه.
































