د امریکا په سنتیاګو کې په یوه نظامي بېړۍ کې تر اورلګېدنې وروسته چاودنې شوې دي. د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې ګڼ امریکایي نظامیان ټپيان شوي دي خو دغه نظامي سیمې ته د خبریالانو د ورتګ اجازه نشته او نه هم په دې اړه تر دې ډېر معلومات خپاره شوي دي. ویل کېږي چې دغه نظامي بېړۍ د امریکا په سمندري نظامي اډه کې ولاړه وه او تازه له عراق ستنه شوې وه. په دغه پېښه کې ددغه میلیارد ډالري بېړۍ ډېره برخه ویجاړه شوې ده. امریکایي رسنۍ وایي چې ټوله سیمه دودونو په سر اخیستې وه او داسې ښکاري چې ددغه اورلګېدنې او چاودنې زیانونه به ډېر وي.
































