د صنعت او سوداګرۍ وزارت په قزاقستان کې د افغاني تولیداتو د نندارتون جوړولو خبر ورکړی دی. دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د هېواد د تولیداتو او سوداګریزو اړیکو د نندارتون د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ جوړه شوې وه، چې په کې قزاقستان ته د افغانستان د سرپرست حکومت د پلاوي، د خصوصي سکټور د غړو د سفر په پلانونو، غړو ته د ویزو د ورکړې، د دواړو هېوادونو د چارواکو او خصوصي سکټور د رسمي کتنو او یو شمېر نورو مسایلو او پرمختګونو په اړه خبرې وشوې. ټاکل شوې د افغانستان او قزاقستان رسمي پلاوي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کنفرانس هم جوړ شي.












