د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون منشي شي جين پينګ د هېواد د ازادۍ بښونکي پوځ د جوړېدو کليزې په درشل کې د جولای په ۲۶مې نېټې د لوېديځې جنګي سيمې له هوايي ځواکونو څخه لېدنه کړې او د پوځونو د ابادۍ او د جنګي تياري په اړه يې معلومات تر لاسه کړي دي.
نوموړي د لوېديځې جنګي سيمې د هوايي ځواکونو له جوړېدو وروسته د دغو ځواکونو د بېلا بېلو چارو ستاينه کړې ده.
شي جين پينګ په دغې لېدنه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او مرکزي پوځي کمېسيون په استازيتوب د لوېديځې جنګي سيمې د هوايي ځواکونو ټولو چارواکو او سرتيرو ته نيکې هيلې او پېرزوينې وړاندې کړي او د چين د ولسي ازادې بښونکي پوځ د کليزې په مناسبت يې د پوځ او د وسله والو پوليسو د ځواکونو ټولو مشرانو او سرتيرو، د پوځ د ملکي دندو کارکوونکو او ميليشاوو او احتياطي افرادو ته مبارکي ويلې ده.
نوموړي په خپلې وينا کې ويلي، چې د چين ځواکونه بايد د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس اصول پلي کړي، د ځواکونو د عصري کېدو کچه باید لوړه وساتي او د ګوند او خلکو د غوښتنو له مخې باید بېلا بېلې دندې تر سره کړي.
































