د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې د تېر کال په پرتله د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۰ سلنه ډېر شوي دي. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماټي ټکنالوژۍ مسوول ولي امرخېل وايي، چې تېر کال بغلان کې په ۵ زره او ۲۹۲ هکټاره ځمکه کې هندواڼې او خټکي کرل شوې وو، چې ۱۱۰زره او ۵۴۴ مټریک ټنه حاصل ترې ترلاسه شوې وو او سږکال به شاوخوا ۵ زره ۸۲۲ هکټاره ځمکه کې هندواڼې او خټکي کرل شوي چې ۱۲۱ زره او ۶۰۸ مټریک ټنه حاصل ترې تر لاسه شوی دی. امرخېل زیاته کړه چې د مرکزي بغلان، پلخمري، دهنه غوري، دوشي او د نورو ولسوالیو بزګرانو د سږني حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه د بزګرانو تجربې، نویو مېتودونو او عصري وسایلو سره بلدتیا او له اصلاح شويو تخمونو څخه ګټه پورته کول ګڼي.












