د روغتیا نړیوال سازمان وایي حکومتونه ورسره همکاري نه دي چې له همدې امله کرونا ویروس په نړۍ کې د چټکې پراختیا په حال کې دی. ددغه سازمان مشر تدروس ادهانوم وايي سره له دې چې دوی د اقتصادي فعالیتونو د درېدو او د ځینو اړینو بندیزونو غوښتنه کړې ده خو ډېری هېوادونه ورسره همکار نه دي چې له همدې امله کرونا ویروس هم د چټکې پراختیا په حال کې دی. هغه وايي حکومتونو ددوی سپارښتنو ته یا هېڅ پام نه دی کړی او یا یې هم په عملي کولو کې کمزوري اقدامات کړي چې دا به د بشري ناورین لامل شي. ادهانوم وایي تر اوسه هېڅ علمي سند نشته چې دغه ویروس به څه وخت ورکېږي، جوړ شوي کسان به څومره موده پر دغه ویروس نه اخته کېږي او بله دا چې دارو درمل به یې څه وخت جوړ کړل شي. نوموړي یو ځل بیا د نړۍ له حکومتونو غوښته وکړه چې همکاري ورسره وکړي او دغه بشري ناورین پای ته ورسوي.
































