د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ٨٦ زره او ٩٥١ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اونۍ د حیرتانو بندر له لارې ٦٩ زره، ٤٦٣ ټنه، د آقینې بندر له لارې ٦ زره، ٨٣ ټنه او دغه راز د تورغنډۍ بندر له لارې ١١ زره ٤٠٥ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه ٨٦ زره او ٩٥١ مټریک ټنه انتقالات کېږي. یادې ادارې زیاته کړې، چې هڅه کوي لا زیاتو انتقالاتو ته مناسبه زمینه برابره او سوداګرو ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
































