د ملي دفاع وزارت چارواکو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وویل چې تر دې دمه شاوخوا ۱۵۰ زره سرتېري ملي اردو ته جذب شوي او ټاکل شوې ده، چې دغه شمېر د راتلونکي کال ترپایه پورې ۱۸۰ زره کسانو ته ورسېږي. د دغه وزارت چارواکو وویل چې چې اوسمهال د تېر حکومت لسګونه افسران هم د دغه وزارت په لوړو بستونو کې دندې ترسره کوي. دوی دغه راز وویل، دفاع وزارت توانېدلی چې شاوخوا ۵۰ زره نظامي وسايط چې زغروال ټانګونه هم پکې شامل دي، بېرته ترميم کړي. د چارواکو په وینا په کابل، بلخ، ننګرهار او غزني کې د ملي دفاع وزارت په ملکيتونو کې جوړو شويو هټیو ته د کرايې کتابچې وېشل شوې، چې له درکه يې څه د پاسه ۱۷ ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
































