د خوړو او درملو اداره وایي، ننګرهار کې یې ۱۵۰ ټنه بې کیفیته غوړي د صابون جوړولو یوې فابریکې ته سپارلي دي. د دغې ادارې ویاند جاوېد هژیر ویلي چې دغه بې کیفیته غوړي یې د ننګرهار په ګمرک کې ضبط کړي دي. که څه هم هژیر دا نه دي ویلي، چې دا بې کیفیته غوړي چېرته تولید شوي وو، خو د ننګرهار له ګمرکه تر ډېره د پاکستان تولیدي توکي افغانستان ته راځي. د خوړو او درملو اداره وایي، د دوی لابراتوارونو مشخصه کړې چې له دغو بې کیفیته غوړیو استفاده د انسان وجود ته زیان اړوي.
































