وروسته له دې چې د زندانیانو د تبادلې پر سر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اختلافات راغلل، په هېواد کې تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی. هره شپه او ورځ د هېواد په بېلو ولایتونو کې خونړي بریدونه کېږي، طالبانو او افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوړي او د عامو وګړو ژوند له سترو خطرونو سره مخ شوی دی. بلخوا له طالبانو پرته نور د افغانستان د مسئلې ټول ښکېل اړخونه د تاوتریخوالي د کمېدو او اوربند غوښتونکي دي، خو طالبان بیا پر جګړه ټینګار کوي او په خبره یې د سولې د خبرو تر پیل مخکې د جګړو پای ته رسول غیر منطقي کړنه ده.
په سمنګانو کې د طالبانو تر خونړي برید وروسته ګڼو هېوادونو پر دغه پېښه غبرګون ښودلی او پر طالبانو یې غږ کړی چې د سولې خبرو د مخ ته بېولو او ثبات لپاره باید له تاوریخوالي لاس واخلي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د طالبانو دغه ډول بریدونه د سولې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده او باید دوی د جګړو پر ځای د بین الافغاني خبرو لپاره اقدام وکړي. د خلیلزاد په خبره: ((موږ په سمنګانو کې د طالبانو وروستی برید غندو. په لویو ښارونو کې بریدونه او له چاودېدونکو توکو په استفادې د موټربم چاودنه، د هوکړې خلاف ده او دا به ددې سبب شي چې د سولې ضد دریځ او هغو کړیو لپاره دلایل قوي شي چې له سولې سره مخالف دي. ټول اړخونه باید تاوتریخوالی کم کړي)).
نوموړي همدا راز د سولې هوکړې په هکله هم ویلي چې د سولې هوکړې د لومړۍ مرحلې وخت پوره شوی، خو امریکا هڅه کوي چې دغه هوکړه په بشپړه توګه عملي شي. د ده په خبره، د سولې هوکړې پاتې برخې به شرایطو ته په کتو عملي کېږي. نوموړي نور په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی چې له شرایطو یې موخه څه ده، خو له طالبانو یې غوښتي چې د سولې هوکړې مطابق تاوتریخوالی کم کړي.
افغان حکومت هم دغه پېښه وغندله او ولسمشر غني طالبان تورن کړل چې د سولې پر ځای یې پر جګړه تمرکز ډېر دی. ولسمشر غني په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان باید د افغانانو غوښتنې ته درناوی وکړي، د سولې لار خپله کړي، له جګړو لاس واخلي او اوسني بریدونه پای ته ورسوي. ددې تر څنګ ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو دغه برید غندلی دی او په خبره یې دا هر څه به د سولې پروسه زیانمنه کړي.
له دې سره جوخت په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر روز ویلسن هم په سمنګانو کې د طالبانو برید غندلی دی. د ده په خبره، طالبانو له چاودېدونکو توکو په استفادې پر افغان ځواکونو برید کړی او امریکا دغه برید په کلکو ټکو غندي. نوموړي ویلي، طالبان باید د جګړو پر ځای پر خپلو ژمنو عمل وکړي، تاوتریخوالی کم کړي او زمینه مساعده کړي چې ټول اړخونه د مذاکراتو مېز ته راشي او جګړې ختمې شي. د ده په خبره: ((موږ له طالبانو غواړو چې د سولې په هکله خپلې ژمنې وښيي. پر ژمنو عمل وکړي، دوی دې پر رغنده اقداماتو تمرکز وکړي چې ټولو اړخونو ته د مذاکراتو او خبرو زمینه برابره کړل شي)).
نوموړي ټینګار کړی چې د سولې د راتګ لپاره به پر طالبانو فشارونو ډېر کړي. د ویلسن په خبره امریکا هڅه کوي چې زندانیان ازاد شي، تاوتریخوالی کم شي او بین الافغاني خبرې پیل شي. د ده په خبره: ((موږ به فشار راولو چې طالبان زندانیان ازاد کړي، تاوتریخوالی کم کړي او د سولې بین الافغاني خبرو ته کېني)).
هممهاله د امریکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مککینزي له ولسمشر غني سره کتلي او ویلي یې دي چې دوی د سولې د راتګ هڅه کوي، خو تر څنګ یې له افغان حکومت سره پر خپلو ژمنو هم ولاړ دي او اجازه نه ورکوي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.
تر دې وړاندې لوړپوړو امریکايي چارواکو، اروپايي تولنې، ملګرو ملتونو او ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې جګړه ودروي. خو حکومت بیا د زندانیانو پر خلاصون اختلاف لري او طالبان وایي خپلې جګړې ته به ادامه ورکړي.
































