چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د نړيوال نظم په بهير کې د برېکس مثبتې انرژۍ بيان کړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 25, 2023
in نړیوال خبرونه
0
شي جين پينګ د نړيوال نظم په بهير کې د برېکس مثبتې انرژۍ بيان کړې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د برېکس هېوادونو پنځلسمه سرمشریزه غونډه د جنوبي افريقا په جوهانسبورګ کې تر سره شوه. د جنوبي افريقا ولسمشر ماټاميلا سيريل رامافوسا د دغې غونډې مشري وکړه. د چين دولت رئيس شي جين پينګ، د برازيل ولسمشر لويز اناسيو لولا ډا سيلړا، د هند صدراعظم نریندرا مودي او د روسیې ولسمشر ولاديمير پوټين “د برېکس هېوادونه او افريقا: د دوستانه اړيکو د ژورتيا، د ګډ پرمختګ هڅونې، د دواملرونکي پرمختګ او د ټولشموله څو اړخيزم پياوړتيا” تر عنوان لاندې د برېکس هېوادونو د همکاريو او د ګډو علاقې وړ مهمو نړيوالو مسئلو په هکله د نظريو تبادلې وکړې او پراخې ګډې نظريې يې تر لاسه کړې. شي جين پينګ په اشارې سره ويلي، چې د برېکس هېوادونه د نړيوال نظم د جوړولو مهم ځواک دی او په نړۍ کې دې لا زيات ثبات او مثبتې انرژۍ واچوي.

برېکس په نړيوال نظم کې څه مقام او رول لري؟

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

برېکس د نړيوالو همکاريو ميکانيزم دی، چې په ۲۰۰۶ کال کې جوړ شوی. برېکس له پيله د سياست او اقتصاد سربېره د خونديتوب، ساينس او ټکنالوژۍ، کرنيزو چارو، فرهنګ او تعليم په شمول زياتو ساحو کې همکارۍ جوړې کړې دي. په ياده غونډه کې د برېکس د پنځو هېوادونو مشرانو په اتفاق سره په دې نظر دي، چې اوسنۍ نړۍ د ګډوډۍ په شتون سره د اصلاحاتو په درشل کې ده. شي جين پينګ په دې هکله ويلي، چې د برېکس هېوادونه د نړيوال نظم د جوړولو مهم ځواک دی. موږ بايد په خپله خوښه د پرمختګ لاره وټاکو، په ګډه دې د پرمختګ د حقونو او ګټو ساتنه وکړو او د عصري کېدو پر لوري روان يو، چې دا د انسانانو او ټولنې د پرمختګ لوری څرګندوي او هرومرو به د نړۍ د پرمختګ پر بهير اغېزه وکړي.

شي جين پينګ په ځانګړې توګه ويلي، چې د برېکس هېوادونه د مهمو نړيوالو مسئلو په هکله تل په عادلانه توګه دريځونه غوره کوي، د بهرنيو فشارونو په هکله سازش نه کوي، بې ځايه د نورو هېوادونو رټل نه کوي. دغه څرګندونې د زياتو نويو سمسورو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د زړه خبرې دي.

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د همکاريو لپاره څه نوي تدبيرونه وړاندې کړي؟

شي جين پينګ په اشارې سره ويلي، چې د برېکس هېوادونو تر منځ همکارۍ په کليدی پړاو کې دي. برېکس هېوادونه بايد په خپله او په ګډه د پیاوړتیا باور ټينګ کړي، په بېلا بېلو ساحو کې دې همکارۍ پياوړې کړي، د باکيفيته دوستانه اړيکو هڅونه دې وکړي، د نړيوالې ادارې د عادلانه او معقوله کېدو لوري دې پرمخ یوسي. په دې هکله شي جين پينګ د پرمختګ، خونديتوب او تمدنونو په شمول ساحو کې څو واقعي تدبيرونه وړاندې کړي دي.

چين به برېکس ته څه خدمتونه وکړي؟

چين تل غواړي د برېکس هېوادونو د پرمختګ باور راغونډ کړي، د يووالي او واقعي همکاريو هڅونه کوي. شي جين پينګ په اشارې سره ويلي، چې چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره د برېکس هېوادونو د توليد چارو د تبادلې او همکارۍ لپاره دواملرونکي ميکانيزم جوړ کړي، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا عملي کېدو لپاره د توليدي چارو د نښلولو او د همکاريو ډګرونه برابر کړي. چين به د دغه هېواد او د برېکس هېوادونو لپاره په نوې زمانه کې د ساينس او ټکنالوژۍ له لارې د ښو پلانونو د رامنځته کولو مرکز جوړ کړي څو د ساينس او ټکنالوژۍ د لاسته راوړنو لپاره بنسټ ټينګ کړي، د برېکس هېوادونو د لرې کنټرول سپوږمکيو په چارو کې د ډیجيټل او کارونې همکاريز ډګر جوړ کړي او د بېلا بېلو هېوادونو کرنيزو چارو، ايکولوژۍ، د مصيبتونو کمولو په ساحو کې ډیجيټلي ملاتړ برابر کړي.

شي جين پينګ وړانديز کړی، چې برېکس هېوادونه به د تعليم په چارو کې همکارۍ پياوړې کړي، او هم به د ډیجيټلي ښوونې په چارو کې همکاريز ميکانيزم جوړ کړي.

Previous Post

شپږ هېوادونه د برېکس نوي غړي وټاکل شول

Next Post

برېکس د غړو له زياتوالي وروسته د باکيفيته پرمختګ په لار

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
برېکس د غړو له زياتوالي وروسته د باکيفيته پرمختګ په لار

برېکس د غړو له زياتوالي وروسته د باکيفيته پرمختګ په لار

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

جولای 1, 2024

چين: COP27 نړۍ ته مثبت سیګنل ورکړی

نوومبر 22, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ