ول اړخونه باید هڅه وکړي چې افغانان د سولې هیلې ته ورسوي. په ناټو سازمان کې د امریکا د استازې پر رسمي وېبپاڼه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د امریکا په ګډون ټول اړخونه په افغانستان کې دایمي سوله غواړي. کې بیلي هاچسون وایي ټولو اړخونو ته په کار ده چې په رامنځ ته شوي فرصت کې له احتیاط کار واخلي او د سولې لپاره رښتیني ګامونه اوچت کړي. نوموړې ویلي طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، جګړې ودروي، د سولې لپاره اقدامات ډېر کړي او داسې سوله راوستل شي چې په هغه کې بشري حقونه خوندي شي او جګړې پای ومومي. دغه امریکایي ديپلوماتې ویلي د تاوتریخوالي کمول تر هر څه مهم دي او باید ټول دې مسئلې ته متوجه وي. نوموړې پر ښکېلو لورو غږ کړی چې نرمښت وښيي او په دې توګه افغانان د سولې هیلې ته ورسوي.
































