د چين د مالياتو ملي ادارې د محاسبې مشر لوه تيان شو د سپتمبر په ۷مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې ادارې يې په دې وروستيو کې له اړوندو څانګو سره په ګډه د بېلا بېلو تګلارو د پلې کېدو په پار زياتې هڅې کړي او ښه تدبيرونه يې نيولي دي.
شمېرې ښيي، چې په چين کې د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې د کمول، بېرته ورکول او ځنډول شويو مالياتو عمومي ارزښت ۱۰۵۰ ميليارډه يوانو ته رسېدلی دی.
(ژباړه: شکريه)































