د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې نیول شوي لاریون کوونکي دې نه اعداموي. ایراني وکیلان چې د دریو هغو لاریون کوونکو استازيتوب کوي چې د حکومت پرضد د لاریونونو له امله په مرګ محکوم شوي دي وايي، دوی له عدلیې وزارت څخه غوښتي چې د دوی د موکلینو پر قضیو بیا کتنه وکړي. اوس ټرمپ او زیاتره ایرانیان وېریږي چې ښايي دغه کسان اعدام کړل شي. ټرمپ په فارسي ژبه په دې اړه په یو ټویټ کې تر لیکلو وروسته فاکس نیوز ته ویلي، چې د دغو دریو کسانو اعدامول نړۍ ته د خطر زنګ دی او باید دا کار ونشي. نوموړي ویلي، چې ایران دې اعدامونه ودروي.
































