په مراکش کې پرون شپه ناوخته د یوې زوروې زلزلې له امله چې شدت یې ۶.۸ درجې ښودل شوی د لږ تر لږه ۳۴ کسانو مړه کېدو خبر ورکړل شوی. مراکشي رسنیو ویلي چې په زلزلې کې ګڼ شمیر ودانۍ ړنګې شوي خو په خپله حکومت تر اوسه د مړو شویو او ټپي شویو کسانو دقیق ارقام نه دي خپاره کړي. د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې زلزله تقریباً ۱۸.۵ کیلو مټره ژوروه وه او مرکز یې د مراکش ښار څخه ۷۱ کیلو متره لرې جنوب لویدیځ خوا کې و. عیني شاهدانو ویلي چې د زلزلې له کبله د لنډې مودې لپاره د برېښنا او ټلیفون خدمات هم بند شوي و. د مراکش په ښار کې یو سیمه ییز روغتون کې مسوولینو ویلي چې د زلزلې له کبله ګڼ شمېر ټپي شوي کسان ور وړل شوي خو دا یې نه دي ویلي چې څومره کسان له دوی سره بستر شوي.











