د مراکش په ۶ ولایتونو کې د ریښتر په کچه ۶،۸ درجې زلزلې له کبله ۳۰۰ کسان مړه شوي او ۱۵۳ نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې زلزله د شپې په ۱۱ بجو شوې، چې د ۲۰ ثانیو لپاره یې دوام درلود او د ټکانونو له کبله یې خلکو شپه په سړکونو تیره کړې. د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې زلزله تقریباً ۱۸.۵ کیلو مټره ژوروه وه او مرکز یې د مراکش ښار څخه ۷۱ کیلو متره لرې جنوب لویدیځ خوا کې و. عیني شاهدانو ویلي چې د زلزلې له کبله د لنډې مودې لپاره د برېښنا او ټلیفون خدمات هم بند شوي و. د مراکش په ښار کې یو سیمه ییز روغتون کې مسوولینو ویلي چې د زلزلې له کبله ګڼ شمېر ټپي شوي کسان ور وړل شوي خو دا یې نه دي ویلي چې څومره کسان له دوی سره بستر شوي.












