د چين د جه جيانګ ولایت په جيا شينګ ښار کې د هانګ جو د ۱۹ مې دورې د اسيايي لوبو د سپيڅلي مشال ليږدولو فعاليت د سپتمبر د ۱۰ مې نېټې د سهار په نهو بجو پيل شو.
د معلوماتو له مخې، په ياد ښار کې د هانګ جو د اسيايي لوبو سپيڅلی مشال په يوې داسې لارې کې ليږدول کېږي چې اوږدوالی يې ۸.۸ ښودل شوی او پر دواړو غاړو يې له ودانيو او منظرو څخه د جيا شينګ ښار د تاريخ، کلتور او د پخواني انقلاب معلومات او اړوندې ځانګړتياوې ښکاري.
په دغه فعاليت کې د بېلابېلو مسلکونو د غوره کارکوونکو او استازو په ګدون ۱۷۰ مشال ليږدونکي برخه اخلي چې د سپورټي چارو کارکوونکي، زراعت پوهان، تقاعد شوي پوځيان، طبي کارکوونکي او علمي څېړونکي هم پکې شامل دي.
































