چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چين بيا احيا کېدونکی اقتصاد به نړۍ ته نوی فرصتونه برابر کړي

لیکنه: هیله؛ د چین نړیوالې راډیو د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 17, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چين بيا احيا کېدونکی اقتصاد به نړۍ ته نوی فرصتونه برابر کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د شمېرنې ادارې د جولای په ۱۶مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په تېرو ۶ مياشتو کې د چين اقتصادي پرمختګ تر کمزورېدو وروسته بيا عادي شوی او په دوهمه ربعه کې اقتصادي زياتوالی د تېر کال د همدې مودې په نسبت 3.2 سلنه زيات شو او د اقتصاد عمده انډول عادی شوی دی.

د امريکا والسټريټ ورځپاڼې خبر ورکړ چې چين په نړۍ کې د کوويد-۱۹ له رامنځته کېدو راهيسې لومړی هېواد دی چې اقتصادي پرمختګ يې عادي شوی دی. د امريکا سي ان ان ټي وي ويبپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره ويلي چې د چين اقتصاد بيااحيا د نورو هېوادونو او سيمو لپاره يو ډېر ښه خبر دی. په داسې حال کې چې د نړيوال اقتصاد راتلونکی روښانه نه دی، د چین بیا احيا کېدونکی اقتصاد نړۍ ته هيله بښونکی دی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د چين اقتصادي زياتوالی هماغه ډول چې 3.2 سلنې ته رسېدلی، له اټکل څخه نه دي وتلی. مخکې نړيوال وجهي صندوق او نړيوال بانک په خپلو راپورونو کې د چين د اقتصاد د بيااحيا په اړه خوشبيني څرګنده کړې وه.

د چين حکومت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي، د چين په اړه د نړيوالې ټولنې اټکل سم دی. د روان کال په لومړۍ ربعه کې د لويې پيمانې لرونکو صنعتي چارو زياتوالی د تېر کال د همدې مودې په پرتله منفي 8.4 سلنه و، په دوهمه ربعه کې دغه شمېر 4.4 سلنې ته ورسېد. په تېر جون مياشت کې د چين په ښارونو او ولسواليو کې د بې کارۍ انډول 5.7 سلنه و، په تېرو درېيو مياشتو کې صادراتي ارزښت په دوامداره توګه لوړ شوی.

د يادولو وړ ده چې نوي حياتي ځواکونو د چين د اقتصاد د باکيفيت پرمختګ لپاره ستر رول لوبولی. د مثال په توګه، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د لوړې تکنالوژۍ په وسيله د توليدي چارو زياتوالی د تېر کال د همدې مودې په نسبت 4.5 سلنه زيات شو او د صنعتي چارو جوړښت د دوامدار اصلاحېدو په حال کې دی. په عين وخت کې په انلاين ډول د پرچون خرڅلاو ارزښت 14.3 سلنه زيات شو او د اقتصاد د عمده هڅوونکي په توګه د مصرف رول بيا تاييد شوی دی.

دا يو واقعيت دی چې د چین اقتصاد بيا احیا  د چين حکومت د اغېزناکو تدبيرونو نتيجه ده. د چين حکومت د کوويد-۱۹ له وقايې او کنټرول سره هممهاله د اقتصاد او ټولنې پرمختګ د هڅولو لپاره هم يو لړ پر وخت او اغېزمن تدبيرونه نيولي. مثلا د تصديو لګښتونو او مالياتو کمولو او له تصديو سره د مالي مرستو په شمول يې يو لړ تګلارې غوره کړې. د امريکا د پيترسون په نوم د نړيوال اقتصاد څېړنيز انسټيټيوټ مشر عدام پوسن دې ته اشاره وکړه چې د چين حکومت د کوويد-۱۹ ضد مبارزې، په تېره بيا د عامې روغتيا تامين په برخه کې يې يو لړ مناسب او اغېزناک تدبيرونه نيولي او ښه نتيجه يې تر لاسه کړې ده. دا په چين کې د اقتصاد د ګړندي احيا عمده لامل دی.

 چين تل پر پرانيستي بازار ټينګار کړی، او د ډېرو ستونزو د شتون پر مهال يې هم دغه تګلاره ساتلې. په تېرو څو مياشتو کې د چين په های نان ولايت کې د ازاد سوداګريز بندر د جوړېدو لايحه خپره شوه او د چين د وارداتو او صادراتو ۱۲۷م نندارتون په انلاين ډول ترسره شو. څو ورځې مخکې د چين د ۳م وارداتي نړيوال نندارتون لپاره د تقاضا او عرضې د همغږۍ په غونډه کې يوې ډلې بهرنيو تصديو په راتلونکو درېيو کلونو کې د چين په دغه نندارتون کې د ګډون يادښت لاسليک کړی دی.

دا ښيي چې د چين اقتصاد د ثابت پرمختګ او دايمي ښه والي تمايل نه دی بدل شوی، خو اوس کوويد-۱۹ لا هم په ګرده نړۍ کې د خپرېدو په حال کې دی او د چين اقتصادي پرمختګ له ډېرو ننګونو سره مخ دی. نو د چين حکومت به د اقتصاد بيااحيا لپاره هڅو او کوښښونو ته دوام ورکړي چې د کورنيو او بهرنيو تصديو د پانګونې لپاره لا بشپړ سوداګريز چاپېريال او نور ښه فرصتونه  برابر شي.

Previous Post

د حکومت له بنده ۵۰ تنه نور طالب بندیان ازاد شول

Next Post

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې؛ امریکا کې د کرونا له امله ۱۰۰۰ تنه مړه شوي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې؛ امریکا کې د کرونا له امله ۱۰۰۰ تنه مړه شوي دي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې؛ امریکا کې د کرونا له امله ۱۰۰۰ تنه مړه شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سپما؛ د پېرلو لپاره وخت وټاکئ

سپما؛ د پېرلو لپاره وخت وټاکئ

سپتمبر 28, 2020
امریکا د ۶۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پر سعودي وسلې پلوري

امریکا د ۶۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پر سعودي وسلې پلوري

نوومبر 5, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved