د چين دولت رئيس شي جين پينګ په ليبيا کې د توپان له امله د رامنځته شويو ځاني او مالي زیانونو په پار د دغه هېواد د ولسمشرۍ کمېټې رئيس مانفي ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.
شي جين پينګ په پيغام کې په ليبيا کې د سخت توپان له امله په رامنځته شويو ځاني او مالي زيانونو په اړه ژوره خواشيني څرګنده کړې او د چين د حکومت او ولس په استازیتوب يې د قربانيانو کورنيو ته تسليت ويلی او ټپيانو ته یې د عاجلې روغتيا هيله ښودلې ده.
نوموړي پوره باور ښودلی، چې ليبيايان به هرومرو له ستونزو څخه وځي او مصیبت ته به ماتې ورکوي.



































