امریکا په جنوبي کوریا باندې د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د اف-۳۵ جنګي جټ الوتکو، چې په فضا کې د ځان د غایب کولو ظرفیت لري، پلورل تائید کړل.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته معلومات ورکړي دي، چې په جنوبي کوریا باندې یې د ۲۵ اف-۳۵ جنګي الوتکو، انجینونو او تجهیزاتو خرڅولو ته شین څراغ ښودلی دی د «لاکهیډ مارټن» شرکت دا الوتکې جوړې کړي دي.
































