د راپورونه له مخې پاکستان کې د پرون ورځې په پرتله د یو لېټر پټرولو په بیه کې ۲۶ او د یوه لېټر ډېزلو په بیه کې ۱۷ کلدارې زیاتوالی راغلی. په یاد هېواد کې نن یو لېټر پټرول نږدې ۳۳۲ کلدراې او یو لېټر ډيزل څه باندې ۳۲۹کلدارې خرڅېږي. پاکستان کې د تېلو په بیو کې دغه تازه پرېکړه د خلکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. پاکستان له لوړ انفلاسیون او د ارزي زېرمو له کمېدو سره مخامخ دی. دې هېواد په جولای کې د پيسو له نړیوال صندوق څخه درې میلیارده ډالر پور واخیست چې د اقتصادي ثبات په لور ګام واخلي.












